د افغانستان کرکټ بورډ (ACB) رسمي ملاتړی

د افغانستان اتصالات په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ له پیل راهیسې د کرکټ لوبې پراختیا ته ژمن دی ا.  د افغانستان اتصالات، د افغانستان کرکټ بورډ (ACB) او د کرکټ ملي لوبډلې رسمي ملاتړ وو. تر دې دمه، د افغانستان اتصالات د کرکټ ستورو او د لوبې ملاتړ لپاره درې وتلي افغان لوبغاړي د خپل سوداګریز استازو په توګه ګمارلي دي.

په افغانستان کې کرکټ،  په نړۍ کې د کرکټ  ملي لوبډلې د وروستیو پرلپسې بریاوو له امله یوه له وتلو لوبو څخه ګڼل کېږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي کيدل او په افغانستان کې ددې لوبې مخ پر ډیرېدو شهرت د لوبو په تاريخ کې يوه له زړه راښکونکو کيسو څخه ګڼل کېږي. د محدودو سرچینو او په هیواد کې د کرکټ ځوان تاریخ ته په کتو د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په ډېر لنډ مهال کې په نړۍ کې د کرکټ د لسو غوره هیوادونو په کتار کې شامله شوه.

د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون مالي ملاتړ

د افغانستان اتصالات، د والیبال ملي فدراسیون رسمي ملاتړی هم پاتې شوی دی. د افغانستان اتصالات پدې باور دی چې په اوسني عصر او زمان کې د لوبو له لارې د ځوانانو ځواکمنول، ځوانانو ته فرصت ورکوي چې خپله فردي ځواکمنتیا څرګنده کړي او دا ځواکمنتیا د دوی د ټولنیزو ضد کړنو د ښکیلتیا د مخنیوي سبب کیږي.

بزکشي (وزلوبه) فدراسیون ملاتړ

د افغانستان اتصالات د وزلوبې او سیمه ییزو لوبو د  فدراسیون رسمي ملاتړی وو. د بزکشي لوبه د افغانستان د خلکو ملي ميراث دی او هر کال په مزارشريف ښار او د افغانستان په نورو شمالي ولايتونو کې د "نوروز"  د نوي کال د جشن په مناسبت جوړيږي.

 

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp