د ټولنې پرمختګ

د اتصالات مخابراتي شرکت د خپلو ټولنیزو مسوولیتونو په توګه لاندې چارې سرته رسولي دي:

د جوماتونو جوړول

د اتصالات له نوښتنه او له ویاړ ډک کار په ټول افغانستان کې د جوماتونو جوړول او رغول دي. جوړ شوي مسجدونه د لمونځ کوونکو او اسلامي ارزښتونو اړوند زده کړو لپاره غوره زمینه برابره کړې ده. د اماراتو د یو شرکت په توګه د جوماتونو جوړول او ورته نورې پروژې زموږ د مشرتابه د لید لوري او د افغانستان د جوړولو د ملاتړ ښې بیلګې دي.

د قرآن پاک د کلنۍ سیالي جایزه

د اتصالات مخابراتي شرکت د حج او اوقافو وزارت په ګډه همکارۍ هر کال د قرآن پاک د حسن تلاوت سیالۍ په لاره اچوي. ددې سیالۍ ګټونکي د امکان په صورت کې د افغانستان په استازیتوب په دوبۍ کې د روژې میاشتې د قران پاک سیالۍ کې ګډون کوي. ددې سیالیو په پای کې د اتصالات شرکت غوره قاریانو ته دنغدو پیسو جایزه ورکوي.

د خوړو د ویش پروګرام

اتصالات مخابراتي شرکت هره میاشت د روژې مبارکه میاشت کې په ټول افغانستان کې اړمنو کسانو ته د خوړو کڅوړې ویشي.

د حج پروګرام

د اتصالات شرکت په تیرو کلونو کې، د حاجیانو لپاره د وسایلو کڅوړې تر نوم لاندې یو پرګرام په لاره اچولی وو. دې کڅوړه کې موږ حاجیانو ته یو سیمکارټ ورکوو، ترڅو وکولای شي چې د حج پرمهال له خپلې کورنۍ اوملګرو سره په اړیکه کې پاتې شئ.

ټولنیز مسوولیتونه  
پیژندنه  
د ټولنې پرمختګ 
د میرمنو پیاوړې کول  
له لوبو څخه ملاتړ  
له زده کړو ملاتړ  
 پیژندنه او درناوی  
د اتصالات ټولنیز (خیریه) چارې 

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp