د اجراییه مشر پیغام

           د افغانستان اتصالات د اجراییوي مشر په توګه ویاړم چې دا پیغام لیکم او د افغانستان اتصالات په هکله درسره حقایق شریکوم. اتصالات په افغانستان کې د خپل فعالیت په ترڅ کې افغانانو ته د نړۍ په کچه د غږیزو او انټرنیټي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړې ده او ثابت قدمی پاتې شوی دی. موږ ویاړو چې په افغانستان کې د مخابراتي سکټور د پرمختګ یوه مهمه برخه یو. زموږ نوښتګر محصولات او چوپړتیاوې چې د نښلیدنې او روڼتیا سره مو چمتو کړي دي، د افغانانو د ژوند د بدلون سبب شوی دی او  نویو فرصتونو ته یې لارې هوارې کړې دي.

په اتصالات کې، موږ خپلو پېرېدونکو ته لومړيتوب ورکوو او د هغوی د اړتیاوو  پوره کولو لپاره هڅه کوو ځکه چې موږ پیریدونکي د خپلې سوداګرۍ د بریا او پرمختګ لامل ګڼو. د پیریدونکو لپاره د چوپړتیاوو ځانګړی کلتور، چې د عربو متحده اماراتو اتصالات څخه په میراث راپاتې دی، له موږ سره مرسته کړې چې د افغانانو لپاره د لومړي غوره مخابراتي شرکت په توګه واوسو. موږ په دې هم ویاړو چې لومړی شرکت یو چې افغانستان کې مو د 3.75G چوپړتیاوې پیل کړې.

د یو مسؤل شرکت په توګه، موږ تل په چاپیریال کې بدلونونو ته ځواب ویونکي یو. موږ په ټوله نړۍ کې د COVID-19 د خپریدو له امله رامینځته شوي نوي اندیښنو او اقتصادي ستونزو څخه بشپړ خبر یو. مخابراتي شرکتونه هم د دې بحران له اغیزو سره مخ شوي دي. د دې ننګونو سره سره، موږ خوشحاله یو چې موږ د پیریدونکو سره په اړیکه پاتې کیدو کې مرسته کړې ترڅو، د سوداګرۍ پایښت ډاډمن کړي چې زموږ د فعالیت سره تړاو لري.

زه د اتصالات لویې کورنۍ په استازیتوب د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ په دوامداره توګه د خپلو چوپړتیاوو د پراخولو لپاره کار کوو. د خپلې نړیوالې لاسرسي څخه په ګټې اخیستنې سره به موږ د  افغانانو  یوې روښانه راتلونکي لپاره نوښتونو، پانګونې او ملاتړ ته دوام ورکړو.

زه هم غواړم، چې تاسو ته بلنه درکړم چې زموږ ویبپاڼې ته لاړ شئ او د هغه څه په اړه نور معلومات زده کړئ چې موږ یې وړاندې کوو.

په درنښت

محمد عثمان

د افغانستان اتصالات شرکت اجراییه مشر

د اتصالات شرکت

د اتصالات شرکت ځانګړنې    
 د اتصالات ګروپ  
د افغانستان اتصالات پیژندنه 
زموږ ژمنتیا   
د اجرائیوي مشر پیغام  
 د اتصالات سوداګریز نښان

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp