انټرنټ ته ځانګړی لاسرسی

د شرکتونو لپاره د انټرنټ چوپړتیاوې تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خپل شرکت تولیداتو او چارې پراخې کړئ. دا چوپړتیاوې نه یواځې تاسې ته چټک انټرنټ چمتو کوي بلکې ستاسو د بریښنالیک حساب، د شرکت انټرنټي سایټ او د کارکوونکو کمپیوټرونو امنیت هم تضمینوي.

موږ مختلفې چوپړتیاوې له بیلا بیلو چټکتیا سره پیل له kb64 څخه تر MB10 تاسو ته وړاندې کوو. دا کڅوړې د یو کس او یا هم په ګروپي ډول د کوچنیو او سترو سوداګریو لپاره د انټرنټي ځانګړنو سره د لاسرسي وړ دی.

د اتصالات مخابراتي شرکت همدارنګه د (ISP) انټرنټي چوپړتیاوې، د انټرنټي ستونزو د حل لاره له چټک انټرنټ سره په ډیره ټیټه بیه وړاندې کوي. دا چوپړتیاوې په نني اقتصادي دور کې، چیرته چې پیریدونکي، سوداګریز شریکان، متصدیان او د کار کوونکي په موقع باندې د معلوماتو رسول یوه اړتیا ده تاسو مرسته کوي چې دا هر څه زموږ د (ISP) انټرنټي چوپړتیاوو سره په غوره توګه ترسره کړئ.

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp