په افغانستان کې د سپوږمکۍ پر بنسټ براډ بانډ انټرنیټ

اتصالات د خپل Yahclick سپوږمکۍ انټرنیټي چوپړتیاوو له لارې د لوړ اغیزمن او انعطاف سره د براډ بانډ انټرنټي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د یاکلیک چوپړتیاوې، د نوي نسل سپوږمکۍ له لارې چې د Ka-band زیات شوي بینډ ویټ څخه ګټه اخلي غځول کیږي،Yah Click  په افغانستان کې د سپوږمکۍ لومړنی چوپړتیاوې دي چې د K-E بانډ د څو نقطو (10، 11 او 20) بیمونو په کارولو سره د بیا کارونې وړ فریکونسۍ سره انټرنټي چوپړتیاوې وړاندې کوي او ګټه اخیستونکي ته اجازه ورکوي چې د سپوږمکۍ لوړ ظرفیت ته په ډیره ټیټه بیه لاسرسی ومومی.

د یاکلیک سپوږمکۍ، چې لوړ تولید لري، د سپوږمکۍ براډبنډ چوپړتیاوو چمتو کولو لپاره جوړه شوي او د نورمال سپوږمکیو په پرتله لاندې ګټې لري:

  • کوچني او منځنی ​​​​انتنونه (74 سانتي متره او 98 سانتي متره) او د ټیټ بریښنا راډیو لیږدونکي چې د تجهیزاتو لګښت د کموالي سبب کیږي.
  • ټیلیفون ټیکنالوژۍ ته ورته، په بیلابیل جغرافیایی سیمو کې د فریکونسۍ د بیا کارولو وړتیا له امله په مناسب لګښت لوړ تولید.
  • انټرنټ ته چټک او خوندي لاسرسی.

د یاکلک براډ بانډ انټرنټ ګټې او کلیدي ګټه اخیستنه:

  • د انټرنیټ کارول، د بریښنالیکونو لیږل او ترلاسه کول، او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی
  • بیلا بیلې کڅوړې چې د راښکته کولو چټکتیا او تخصیص له مخې توپیر لري
  • په ښارونو او کلیو کې پراخ پوښښ
  • ځواکمن سپوږمکۍ موډیم چې د هر موډیم شاته د څو ګټه اخیستونکو او کمپیوټرونو څخه ملاتړ کوي
  • چټک لګول او د چارو اسانه ترسره کول
  • ګړندی او د باور وړ نښلیدنه
  • د سپوږمکۍ له لارې پیریدونکو سره نیغه اړیکه
  • د پیریدونکو د پاملرنې دوستانه او فني ډله

د لاډیرو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ له موږ سره په اړیکه شئ:

بریښنالیک:  This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.

اړیکه:  2200

logo

ځای

احسان پلازه، حاجي یعقوب چوک ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
+93 786 786 786

 د covid-19 ګواښنه

زما اتصالات اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

د اتصالات ټولو محصولاتو او خدماتو ته فوري لاسرسی ډاونلوډ او ترلاسه کړئ
آندروید
آیفون

MyEAApp