social_bundle_pashto.jpg
win_with_us_pashto.jpg
my_etisalat_app_pashto.jpg
double_data_pashto.jpg
ForWebsiteP-01.jpeg
previous arrow
next arrow

 flood

د اتصالات لخوا سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته

کابل- 4 سپټمبر 2022

د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت د خپل ټولنیز مسوولیت په توګه د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ د وروستیو سیلاب ځپلو ۲۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. دا مرستې د افغانستان اتصالات لخوا د

سیمې څخه د لیدنې پرمهال چې د ولسوالۍ د مقام لخوا ورته دا کورنۍ  ورپیژندل شوي وې وویشل شوې.

د خوښۍ ولسوالۍ مرستیال ولسوال ښاغلی صلاح الدین وویل، وروستي سیلابونه ددې لامل شو چې ددې سیمې اوسیدونکي خپل کورني ژوي او کرنیزې ځمکې له لاسه ورکړي. نوموړي زیاته کړه، کومې کورنۍ چې نن ورځ نغده مرسته ترلاسه کوي ترټولو ډیر زیان لیدلی دی او هم یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي ډي.

د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر محمد عثمان په دې مناسبت په یوه رالیږلي پیغام کې ویلي، موږ د دې غمجنې پېښې له امله سخت خفه شوي یو او د خوښۍ ولسوالۍ او د هېواد د نورو ولایتونو سېلاب ځپلو خلکو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو. "

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په وروستیو میاشتو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله ډیر اغیزمن شوي دي. د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کسان بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په لوګر، کونړ، لغمان، وردګو، ننګرهار، پکتیا، نورستان او پروان ولایتونو کې تر ټولو زیات زیانونه اوښتي دي.

logo

ځای

احسان پلازه، د حاجي یعقوب څلور لارې ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
۹۳۷۸۶۷۸۶۷۸۶+

 د covid-19 ګواښنه

د اتصالات آپلیکیشن راښکته کړئ.

  ټولو محصولاتو او چوپړتیاوو ته د سمدلاسه لاسرسی لپاره راښکته کړئ. 


آندروید
آیفون

MyEAApp

Ask Me